د Tor براوزر باید هر وخت اپډیټ وساتل شي. که چېرې تاسې د همدې سافټ ویر کومې زړې نسخې کارولو ته ادامه ورکړئ، نو کېدای شي له جدي امنیتي سرغړونو سره مخ شئ چې له امله به یې ستاسې محرمیت او ناپیژاندتیا له خطر سره مخ کړي.

کله چې د همدې سافټ ویر نوې نسخه خپریږي، نو د Tor براوزر به تاسې نه وغواړي چې هغه اپډیټ کړئ: اصلي مینو (≡) به یوه شنه کړۍ در ښکاره کړي چې په کې مخ په پورته خوا به یو تېر یا کمان لري او کېدای شي کله چې تاسې د Tor براوزر پرانیزئ نو د اپډیټ یو بیغام ووینئ. تاسې کولای شئ هغه په اتومات یا لاسي ډول سره اپډیټ کړئ.

په اتومات بڼه د TOR براوزر اپډیټ کېږي

تر اصلي مینو لاندې 'Restart to update Tor Browser' وټاکئ

کله چې له تاسې څخه د Tor د براوزر د اپډیټ کېدو غوښتنه وشوه، نو پر اصلي مینو (≡) کلیک وکړئ، وروسته “Restart to update Tor browser” وټاکئ.

د پرمختګ بار اپډیټ کړئ

اپډیټ ته صبر وکړئ تر څو ډانلوډ او انسټال شي، وروسته به د Tor براوزر په خپله چالان شي. اوس به تاسې تر ټولو وروستۍ نسخه کاروئ.

په لاسي ډول د TOR د براوزر اپډیټ کول

کله چې له تاسې څخه وغوښتل شي چې د Tor براوزر اپډیټ کړئ، نو د براوزینګ غونډه پای ته ورسوئ او پروګرام وتړئ.

د Tor براوزر له خپل سیستم څخه د هغه فولډر په ړنګولو سره پاک کړئ کوم چې په کې د (Uninstallingبرخې او د زیاتو معلوماتو برخه) شامله ده.

له https://www.torproject.org/download/ نه لیدنه وکړئ او د Tor د براوزر تر ټولو وروستۍ نسخه ډانلوډ او کاپي کړئ او بیا یې د پخوا په څېر بېرته انسټال کړئ.