له خپل سیستم څخه د Tor براوزر لري کول اسانه کار دی:

په وینډوز کې:

  • د خپل Tor براوزر فولډر یا اپلیکیشن ومومئ. عادي موقعیت یې ډیسکټاپ وي.
  • د Tor براوزر فولډر یا اپلیکیشن پاک کړئ.
  • خپله کثافت داني مو خالي کړئ.

په macOS کې:

  • خپل د Tor براوزر اپلیکیشن مو ومومئ. عادي موقعیت یې د اپلیکیشنونو فولډر دی.
  • د Tor براوزر اپلیکیشن کثافت دانې ته یوسئ.
  • د خپل ~/Library/Application Support/ فولډر ته ولاړ شئ.
  • پام مو وی چې د Library فولډر د macOS په نویو نسخو کې پټ وي. د دې لپاره چې په فاینډر کې دې فولډر ته ورشو، نو د "Go" په مینو کې "Go to Folder..." وټاکئ.

د فولډر د مینو غوراوي ته ولاړ شئ

  • وروسته بیا په کړکۍ کې ~/Library/Application Support/ ولیکئ او پر Go باندې کلیک وکړئ.

د فولډر کړکۍ ته ولاړ شئ

  • د TorBrowser-Data فولډر ومومئ او هغه کثافت دانې ته ولیږئ.
  • خپله کثافت داني مو خالي کړئ.

پام مو وي که چېرې تاسې د Tor براوزر په عادي موقعیت (د اپلیکیشنونو فولډر) کې نه وي انسټال کړی، بیا نو د TorBrowser-Data فولډر د ~/Library/Application Support/ په فولډر کې نشته، بلکې په هغه ورته فولډر کې دی چې تاسې په کې Tor براوزر انسټال کړی دی.

په Linux کې:

  • د Tor براوزر فولډر ومومئ. په Linux کې کوم عادي موقعیت نشته، خو که چېرې تاسې د Tor براوزر انګلیسي ژبه کاروئ نو د فولډر نوم به یې "tor-browser_en-US" وي.
  • د Tor براوزر فولډر پاک کړئ.
  • خپله کثافت داني مو خالي کړئ.

پام مو وي چې ستاسې د عامل سیستم د "Uninstall" له معیاري وسیلې نه کار نه اخیستل کېږي.