تاسې باید وکولای شئ چې د لنډې مودې لپاره د Tor د براوزر په مټ د پروګرام په کارولو د وېب نه لیدنه وکړئ او که چېرې د لومړي ځل لپاره له هغه څخه لیدنه کوئ، نو بیا د "Connect" پر تڼۍ کلیک وکړئ.

له Tor سره د نښلیدو په خاطر پر 'Connect' کلیک وکړئ

که چېرې پر 'Test' باندې کلیک وکړئ نو د اتصال مرسته تاسې ته ستاسې د انټرنېټ د اتصال په اړه خبر درکوي.

د اتصال د مرستې ازموینه

خپل د انټرنېټ اتصال وګورئ که چېرې هغه 'Offline' ښکاره کوي. که چېرې له Tor شبکې سره ستاسې اتصال نه وي رامنځته شوی او د 'Not Connected' پیغام ورکوي، نو لاندني ګامونه درسره مرسته کولای شي.

د اتصال د مرستې افلاین تېروتنه

چټکه رغوونه

که چېرې د Tor براوزر و نه نښلي، نو کېدای شي یوه ساده حل لاره وي. لاندنی هر یو ګام عملي کړئ:

  • ستاسې د کمپیوټر د سیستم ساعت باید سم وي، پرته له هغه Tor نه شي وصل کېدای.
  • ډاډ تر لاسه کړئ چې ستاسې په سیستم کې د Tor براوزر یا د 'Tor' بېلګه فعاله نه وي. که چېرې ډاډه نه یاست چې د Tor براوزر فعال دی، نو خپل کمپیوټر مو له سره روښانه کړئ.
  • ډاډ تر لاس کړئ چې په خپل کمپیوټر کې کوم انسټال شوی انټې وېروس پروګرام د Tor د کارولو مخه نه نیسي. که چېرې په دې اړه نه پوهیدئ نو بیا تاسې به اړتیا ولرئ چې د انټې وېروس د سافټ ویر په اړه مشوره تر لاسه کړئ.
  • د لنډ وخت لپاره خپل فایروال غیرفعال کړئ.
  • که چېرې د Tor براوزر پخوا کار کاوه خو اوس ستاسې په سیستم کې کار نه کوي نو کېدای شي هغه هایبرنیټ شوی وي. د خپل سیستم ریبوټ کولای شي دا ستونزه هواره کړي.
  • د Tor براوزر ډیلیټ کړئ او بېرته له سره یې انسټال کړئ. که چېرې اپډیټ کېده، نو یوازې خپل د Tor براوزر پخواني فایلونه مه پرې ور ولئ؛ ډاډ تر لاسه کړئ چې هغه ټول لا پخوا ړنګ شوي دي.

د TOR لاګونه ووینئ

په زیاترو حالاتو کې، د Tor لاګونو ته کتل دستونزې په پیژندنه کې مرسته کولای شي. که چېرې تاسې په نښلیدو کې ستونزه لرئ، نو د تېروتنې یو پیغام به در ښکاره شي او بیا کولای شئ «کلیپ بورډ ته د Tor فایل د کاپي کولو» غوراوی وټاکئ. وروسته د Tor لاګ په یوه متن لرونکي فایل یا بل سند کې واچوئ.

که چېرې تاسې دا غوراوی نه وینئ او د Tor براوزر مو پرانیستی وي، نو بیا کولای شئ د hamburger مینو ("≡") ته ولاړ شئ، وروسته پر «تنظیماتو» باندې کلیک وکړئ او بیا د څنګ په بار کې پر «اتصال» باندې کلیک وکړئ. د پاڼې په پای کې، د «Tor لاګونه ووینئ» متن تر څنګ، د «فایلونه ووینئ...» تڼۍ باندې کلیک وکړئ.

دې ته ورته، په GNU/Linux کې، د دې لپاره چې لاګونه مخامخ په ترمینل کې ووینئ، نو د Tor د براوزر ډایرکټري ته ولاړ شئ او د لاندي کار په تر سره کولو سره د Tor براوزر د فرمان له کرښې نه روښانه کړئ:

./start-tor-browser.desktop --verbose

یا هم په فایل کې د لاګونو د ثبت لپاره (default: tor-browser.log):

./start-tor-browser.desktop --log [file]

په دې اړه زیات معلومات کېدای شي په مرستندویه پورټال کې وموندل شي .

ایا ستاسې اتصال سانسور دی؟

که تاسې لا تر اوسه پورې هم نه شئ نښلیدای، نو ستاسې د انټرنېټي خدماتو وړاندې کوونکی ښايي د Tor په شبکه کې اتصالونه سانسوري. د احتمالي حل لارو لپاره د Circumventionبرخه ولولئ.

پېژندل شوي ستونزې

د Tor براوزر تر ثابت پرمختګ لاندې ده، ځینې ستونزې پېژندل شوې دي خو تر اوسه پورې نه دي هوارې شوي. مهرباني وکړئ د پېژندل شوو ستونزوپاڼه وګورئ تر څو درته معلومه شي چې ایا هغه ستونزه چې تاسې یې تجربه کوئ هغه هلته فهرست شوې ده که نه.