د ملاتړ، فیډبک او بګ رپوټ کولو ټیمپلیټ

کله چې موږ ته د مرستې غوښتنه، فیډبک یا د یوې ستونزې رپوټ را لیږئ، نو مهرباني وکړئ څومره چې کولای شئ هومره معلومات ورسره ولیکئ:

  1. د عامل سیستم چې تاسې یې کاروئ
  2. د Tor د براوزر نسخه
  3. د Tor براوزر د امنیت کچه
  4. ستونزې ته د رسېدو ګام په ګام لاره، تر څو هغه بیا تولید کړای شو (د بېلګې په توګه، ما براوزر پرانیست، یو url مې ټایپ کړ، په تنظیماتو کې مې پر یوه غوراوي باندې کلیک وکړ، وروسته زما براوزر خراب شو)
  5. د ستونزې سکرین شاټ
  6. په ډیسکټاپ کې د Tor براوزر کې د کنسول لاګونه (په وینډوز/Linux کې د Ctrl+Shift+J او مکینټاژ کې د Cmd+Shift+J په مټ پرانیستل کېدای شي)
  7. د Tor لوګونه (تنظیمات> اتصال> پرمختللی> د Tor لوګونه ووینئ)
  8. هغه سیمه چې تاسې ترې له Tor سره وصلیږئ.
  9. د اتصال له مرستې څخه ټاکل شوې سیمه (که چېرې دا د اتصال د مرستې اړوند کومه ستونزه وي)
  10. ایا ستاسې سیمه کې Tor سانسور دی؟
  11. که چېرې Tor وصل شوی وي، نو د هغه نصب کېدل څومره وخت ونیو؟ ایا د براوز کولو پر چټکتیا یې اغېزه درلوده؟

د Tor د کاروونکي د ملاتړیز ټیم کاري ساعتونه

له دوشنبې تر پنجشنبې: په برېښنالیک، ټیليګرام، وټساپ او سیګنال کې زموږ د کارونکي ملاتړیز چاینلونه فعال دي.

له جمعې تر یکشنبې پورې: مرستندویه کرښه بنده وي. د مهرباني له مخې ډاډه اوسئ چې زموږ ټیم به ستاسې پیغامونو ته په دوشنبې ورځ ځواب ووايي.

څرنګه له موږ سره په اړیکه کې شئ

موږ سره د اړیکې لپاره ګڼې لارې شته، نو مهرباني وکړئ هر یو چې تاسې ته اسانه وي هغه وکاروئ.

ټیلیګرام

موږ ګڼ شمېر رسمي د ټیلیګرام باټونه او چاینلونه لرو:

  1. د Tor د براوزر ډاونلوډولو لپاره @GetTor_Bot.
  2. د obfs4 د پلونو د تر لاسه کولو لپاره @GetBridgesBot.
  3. د وروستیو خبرونو د تر لاسه کولو لپاره @TorProject.
  4. د مرستې لپاره @TorProjectSupportBot.
    • اوس مهال، د ټیلیګرام ملاتړیز چاینل په دوو ژبو کې شته: انګریزې او روسي.
    • که چېرې تاسې د سانسور په مخنیوي کې مرستې ته اړتیا لرئ، نو مهرباني وکړئ د مینو له غوراویو څخه یې وټاکئ چې له کومې سیمې څخه وصل شوي یاست ځکه دا کار زموږ لپاره ډېر اسانه ده تر څو تاسې تعقیب کړو.

د Tor مجمع

موږ سپارښتنه کوو تر څو د Tor مجمع کې مرسته وغواړئ. د یوه نوي بحث د سپارلو لپاره باید تاسې اکاونټ جوړ کړئ. د مهرباني له مخې زموږ د بحث لارښوونې تر نظر تېرې کړئ او تر پوښتنې کولو وړاندې شته موضوعګانې هم وګورئ. همدا شېبه، د چټک ځواب لپاره مهرباني وکړئ په انګلیسي یې ولیکئ. که چېرې تاسې کوم بګ وموند، نو مهرباني وکړئ دا وکاروئ GitLab.

وټساپ

تاسې کولای شئ زموږ له ملاتړیز ټیم سره زموږ د وټساپ شمېرې ته د یوه لیکلي پيغام په لیږلو سره په اړیکه کې شئ: +447421000612. دا خدمات یوازې د لیکلو پیغامونو لپاره دي؛ ویډیو یا تلیفوني اړیکې نه مني.

Signal (سیګنال)

تاسې کولای شئ زموږ د سیګنال شمېرې ته د یوه لیکلي پیغام په لیږلو سره مرسته تر لاسه کړئ: 17787431312+. سیګنال د پیغام لیږلو یو وړیا او پر خصوصی حریم باندې متمرکز اپلیکیشن دی. اوسمهال، زموږ ملاتړیز چاینل په انګلیسي او روسي ژبه کې شته او د Tor له کاروونکو سره په سانسور شوو سیمو کې پر مرستې باندې تمرکز لري. دغه خدمات یوازې د لیکلو پیغامونو لپاره دي؛ ویډیو یا تلیفوني اړیکې نه مني. د پیغام له لېږلو وروسته، زموږ ملاتړیز استازی به تاسې ته لارښوونه وکړي او ستاسې د ستونزې په عیب موندنه کې به مرسته وکړي.

برېښنالیک

موږ ته یو برېښنالیک ولیږئ frontdesk@torproject.org.

د خپل برېښنالیک د موضوع په ځای کې، د مهرباني له مخې ولیکئ چې د څه شي په اړه رپوټ ورکوئ. هر څومره چې ستاسې د موضوع عنوان مشخص وي (د بېلګې په توګه، «د اتصال ناکامي»، «د وېب پاڼې په اړه فیډبک»، «د Tor براوزر په اړه فیډبک»، «زه یوه پل ته اړتیا لرم»)، هغومره به موږ ته اسانه وي تر څو پوه شو او هغه تعقیب کړو. ځینې وختونه کله چې موږ د موضوع په ځای کې خالي برېښنالیکونه تر لاسه کوو، نو هغه مخامخ سپم ته ځي او موږ یې نه وینو.

د چټک ځواب لپاره، که کولای شئ نو مهرباني وکړئ په انګلیسي، روسي، هسپانوي، هندي، بنګالي او/یا پرتګالي ژبو لیکل وکړئ. که چېرې په هېڅ یوه دغو ژبو لیکل نه شئ کولای، نو بیا مهرباني وکړئ په هره هغه ژبه چې تاسې ته اسانه وي په هغه لیکل وکړئ او دا هم په یاد درسره وساتئ چې دا کېدای شي لږ زیات وخت ونیسي ځکه موږ باید هغه وژباړو تر څو پرې پوه شو.

IRC او ماتریکس

تاسې کولای شئ موږ د OFTC د #torپه چاینل یا په ماټریکس د Tor د کاروونکي ملاتړیز چاینلکې ومومئ. ښايي موږ ژر تاسې ته ځواب در نه کړو، خو موږ ناتمامه کارونه ګورو او هر کله چې مو وکولای شول تاسې سره به په اړیکه کې شو.

دا زده کړئ چې څرنګه له IRC / Matrix سره وصل شئ،

GitLab

لومړی دا وګورئ چې ایا دا بګ له پخوا نه پېژندل شوی ده که نه. تاسې کولای شئ ټولې موضوعګانې دلته https://gitlab.torproject.org/ وپلټئ او ولولئ. د یوې نوې ستونزې د رامنځته کولو لپاره، مهرباني وکړئ یو نوی اکاونټ وغواړئ تر څو د Tor پروژې د GitLab بېلګې ته لاسرسی ولرئ او مناسب مخزن ومومئ تر څو خپله ستونزه رپوټ کړئ. موږ د Tor براوزر اړوند ټولې موضوعګانې په د Tor براوزر د موضوع ټرکر کې تعقیبوو. زموږ وېب پاڼو پورې اړوند ستونزې باید دلته ولیکل شي د وېب د ستونزو ټرکر.