په عادي حالت کې، د Tor براوزر ستاسې امنیت ستاسې د براوزینګ کېدونکې ډیټا په انکریپټ کولو سره خوندي ساتي. تاسې کولای شئ خپل امنیت د وېب د ځینو ځانګړنو په غیرفعالولو سره لا زیات کړئ کوم چې ستاسې د امنیت او ناپیژاندتیا د سازګارتیا لپاره کارول کېږي. تاسې کولای شئ دا کار د shield په مینو کې د Tor د براوزر د امنیت د کچې په زیاتولو تر سره کړئ. د Tor د براوزر د امنیت د کچې په زیاتوالي سره به د وېب ځینې پاڼې له سم فعالیت کولو نه را وګرځوي، نو له همدې امله تاسې باید د خپلې اړینې کارنده تیا د کچې له مخې خپل امنیت زیات کړئ.

امنیتي تنظیماتو ته لاسرسی لرل

امنیتي تنظیماتو ته د Tor د براوزر د URL بار کې نږدې د ډال پر ایکن باندې کلیک کولو سره لاسرسی لرلای شئ. د خپلو امنیتي تنظیماتو د لیدلو او تعدیل لپاره، د ډال په مینو کې د «تنظیماتو» پر تڼۍ کلیک وکړئ.

Click on 'Settings' under the shield menu

امنیتي کچې

د Tor د براوزر په امنیتي تنظیماتو کې به د امنیتي کچې زیاتوالی غیرفعاله شي یا به هم د براوزر ځینې ځانګړنې د احتمالي بریدونو پر وړاندې د خوندیتوب په خاطر په جزیي بڼه سره غیرفعالې شي. تاسې کولای شئ دغه تنظیمات بېرته هر کله چې مو وغوښتل د خپلې امنیتي کچې په تعدیلولو سره فعال کړئ.

امنیتي کچه اوسمهال په تر ټولو خوندي حالت کې ده

سټنډرډ
  • په دغه کچه کې، د Tor براوزر او د وېب سایټ ټولې ځانګړنې فعالې دي.
تر ټولو خوندي
  • دغه کچه د وېب پاڼې هغه ځانګړنې غیرفعاله کوي چې زیاتره یې خطرناکې دي. دا کار کېدای شي د دې لامل وګرځي چې ځینې سایټونه خپل فعالیت له لاسه ورکړي.

  • JavaScript په ټولو غیر HTTPSسایټونو کې غیرفعال دی؛ ځینې فونټونه او د ریاضي سمبولونه غیرفعال دي؛ غږیز او ویډیويي (HTML5 رسنۍ) د کلیک کېدو له مخې پلي کېږي.

تر ټولو زیات خوندي
  • دغه کچه یوازې د وېب پاڼې هغو ځانګړنو ته اجازه ورکوي چې د سټاټیک سایټونو او بنستیزو خدماتو لپاره اړین دي. دغه بدلونونه پر انځورونو، رسنۍ او سکریپټونو اغېز کوي.

  • Javascript په ټولو سایټونو کې په عادي حالت کې غیرفعال وي؛ ځینې فونټونه، ایکنونه، د ریاضي سمبولونه او انځورونه غیرفعال وي؛ غږیز او ویډیويي (HTML5 رسنۍ) د کلیک کېدو له مخې پلي کېږي.