که چېرې شخصي معلومات لکه د ننوتلو پټ نوم په انټرنېټ کې غیرانکریپټ شي، نو کېدای شي هغه په ډېره اسانۍ سره د یوه اوریدونکي له خوا کشف شي. که چېرې تاسې په هره وېب پاڼه کې دننه کېږئ، نو باید ډاډ تر لاسه کړئ چې دا سایټ د HTTPS انکریپشن ورکوي، چې د دې ډول اوریدونکو پر وړاندې یې ساتنه کوي. تاسې کولای شئ دا د URL په بار کې تایید کړئ: که چېرې ستاسې اتصال انکریپټ شوی وي، نو پته به یې یا په "://https" یا "://http" سره پیل شي.

د Tor په براوزر کې د HTTPS یوازینی موډ

د HTTPS یوازینی موډ د وېب پاڼو ټول اتصالات مجبوروي تر څو یو خوندي انکریپټ شوی اتصال وکاروي چې ورته HTTPS وايي. زیاتره وېب پاڼې د HTTPS ملاتړ کوي؛ ځینې یې بیا د دواړو HTTP او HTTPS ملاتړ کوي. د دې موډ فعاله کول د دې تضمین کوي چې له وېب پاڼو سره ستاسې ټول اتصالات اپګریډ شوي دي تر څو HTTPS وکاروي او خوندي واوسي.

د Tor په براوزر کې د HTTPS یوازینی موډ

ځینې وېب پاڼې یوازې له HTTP ملاتړ کوي خو د هغو اتصال بیا اپګریډ کېدای نه شي. که چېرې د یوه سایټ د HTTPS ورژن موجود نه وي، نو تاسې به د «خوندي اتصال نشته» پاڼه ووینئ:

کله چې د HTTP وېب پاڼه وي نو خوندي اتصال هم نه وي

که چېرې تاسې پر «د سایټ HTTP ته ادامه ورکړئ» کلیک وکړئ نو تاسې خطر منئ او وروسته به د سایټ HTTP ورژن څخه لیدنه وکړئ. د همدې سایټ لپاره به د HTTPS یوازینی موډ د لنډمهال لپاره خاموشه وي.

که چېرې غواړئ د هر ډول غیرانکریبټ شویو اتصالاتو مخنیوی وکړئ د «بېرته شاته ولاړ شه» پر تڼۍ کلیک وکړئ.

Cryptocurrency safety

Tor Browser presents a security prompt if a cryptocurrency address has been copied from an insecure HTTP website. The cryptocurrency address could have been modified and should not be trusted. Clicking 'Reload Tab with a New Circuit' will attempt to load a secure version of the website with a new Tor circuit.

Cryptocurrency safety

If you click 'Dismiss' you accept the risk and the cryptocurrency address will be copied to the clipboard.

How HTTPS encryption and Tor works in Tor Browser to enhance your privacy and anonymity

لاندې تجسم ښیي چې کوم معلومات اوریدونکو ته د Tor براوزر او HTTPS انکریپشن په مټ یا له هغه پرته د لیدلو وړ دي:

  • د «Tor» پر تڼۍ کلیک وکړئ تر څو ووینئ چې کله تاسې Tor کاروئ نو څارونکو ته کومه ډیټا د لیدلو وړ ده. دغه تڼۍ به شنه شي تر څو وښیي چې Tor روښانه دی.
  • د «HTTPS» پر تڼۍ کلیک وکړئ تر څو ووینئ چې کله تاسې HTTPS کاروئ نو هغوی ته کومه ډیټا د لیدلو وړ ده. دغه تڼۍ به شنه شي تر څو وښيي چې HTTPS روښانه ده.
  • کله چې دواړه تڼۍ شنې شي، او دا دواړه وسایل کاروئ تاسې به هغه ډیټا ووینئ چې د څارونکو لپاره د لیدلو وړ دي.
  • کله چې دواړه تڼۍ خاکي وي، نو تاسې به هغه ډیټا ووینئ چې کله تاسې هېڅ یوه وسیله نه کاروئ نو هغه به څارونکو ته د لیدلو وړ وي.



په بالقوه ډول د لیدو وړ ډیټا
Site.com
له دغه سایټ نه لیدنه شوې ده.
کارن / pw
د تصدیق لپاره د کارول شوي کارن نوم او پټ نوم.
ډیټا
ډیټا انتقال شوه.
موقعیت
د هغه کمپیوټر د شبکې موقعیت چې د وېب پاڼې د لیدو لپاره کارول شوی دی (د عامه IP پته).
Tor
که Tor کارول شوی وي یا نه وي.