کله چې تاسې د Tor براوزر پیلوئ، نو تاسې به د Connect to Tor کړکۍ ووینئ. دا غوراوی تاسې ته دا امکان درکوي چې مخامخ د Tor له شبکې سره ونښلئ یا هم د Tor براوزر د خپل اتصال لپاره کانفیګور کړئ. یو چیک باکس هم شته چې له تاسې پوښتي ایا د تل لپاره غواړئ په اتومات ډول د Tor له شبکې سره وصل شئ؛ که داسې وي، نو پر باکس باندې نښه وباسئ.

نښلیدل

پر 'connect' کلیک وکړئ تر څو له Tor سره ونښلئ

په زیاترو حالاتو کې، د "Connect" انتخابول تاسې ته اجازه درکوي چې د Tor له شبکې سره پرته له کوم اضافي کانفیګوریشن ونښلئ.

کله چې مو کلیک وکړ، نو یو سټاټوس بار به را ښکاره شي، چې د Tor د اتصال پرمختګ به ښیي. که تاسې نسبتاً چټک اتصال لری، خو دا بار په ځینو مشخصو ځایونو کې ولاړ ښکاره شي، نو بیا 'Connection Assist' وکاروئ یا هم د همدې ستونزې د هواري په خاطر د مرستې لپاره Troubleshootingووینئ. یا، که چېرې پوهیږئ چې ستاسې اتصال سانسور دی یا پراکسي کاروي، نو بیا باید پر "Configure Connection" کلیک وکړئ.

پر 'Configure Connection' کلیک وکړئ تر څو د شبکې تنظیمات تعدیل شي

د اتصال مرسته

که چېرې Tor ستاسې په موقعیت کې بلاک شوی وي، نو له پل نه کار اخیستل کېدای شي درسره مرسته وکړي. د اتصال مرسته کولای شي ستاسې د موقعیت په کارولو سره یو ستاسې لپاره وټاکي.

د اتصال اتوماتیکه مرسته

که چېرې د اتصال مرسته نه شي کولای چې ستاسې موقعیت په ګوته کړي یا دا چې تاسې غواړئ خپل اتصال په لاسي ډول سره کانفیګور کړئ، نو کولای شئ چې له مینو څخه خپله سیمه وټاکئ او پر "Try a Bridge" باندې کلیک وکړئ.

د اتصال د مرستې کانفیګوریش

کانفیګور

د Tor براوزر به تاسې یو لړ د کانفیګوریشن غوارویو ته یوسي.

د اتصال مرسته تاسې ته ستاسې د انټرنېټ د اتصال او له Tor شبکې سره ستاسې د اتصال په اړه خبر درکوي.

د اتصال ازموینه بریالۍ شوه

د اتصال ازموینه بریالۍ نه شوه

لومړنی چیک باکس 'Quickstart' ده. که چېرې وټاکل شي، نو هر کله چې تاسې د Tor براوزر پرانیزئ، نو هغه به هڅه وکړي چې ستاسې د شبکې له پخوانیو تنظیماتو سره ونښلي.

Quickstart

که چېرې پوهیږئ چې ستاسې اتصال سانسور دی، یا دا چې تاسې د Tor له شبکې سره په نښلیدو کې پاتې راغلي یاست او بلې هېڅ حل لارې کار ور نه کړ، نو کولای شئ چې د Tor براوزر کانفیګور کړئ تر څو یو پلګ کېدونکی ترانسپورت وکاروئ. 'Bridges' به Circumventionبرخه درته وښایي تر څو پلګ کېدونکی ترانسپورت کانفیګور کړئ یا هم د Bridgesپه کارولو سره اتصال رامنځته کړئ.

د Tor bridge کانفیګور کول

نور غوراوي

که چېرې ستاسې اتصال له پروکسي نه کار اخلي نو کولای شئ «له انټرنېټ سره د Tor د براوزر د نښلولو د کانفیګور پر څرنګوالي» وړاندې پر «تنظیماتو ...» باندې کلیک وکړئ. په زیاترو حالاتو کې، دا اړینه نه ده. تاسې به معمولاْ پوه شئ که مو اړتیا درلوده چې دا چیک باکس وټاکئ، ځکه چې دا ورته تنظیمات به ستاسې په سیستم کې د نورو براوزرونو لپاره هم وکارول شي. که ممکنه وي، نو د خپلې شبکې له مدیر سره د لارښوونو په اړه وپوښتئ. که چېرې ستاسې اتصال کومه پراکسي نه کاروي، نو بیا پر "Connect" کلیک وکړئ.

د Tor براوزر لپاره د پراکسي تنظیمات