جاواسکریپټ

جاواسکریپټ د پروګرام جوړولو هغه ژبه ده چې وېب پاڼې یې د ویډیو، انیمیشن، اډیو او د وضعیت د ټایملاین په توګه د منفعلو عناصرو وړاندې کولو لپاره کاروي. له بده مرغه، جاواسکریپټ د براوزر پر امنیت باندې بریدونه هم فعاله کوي، چې کېدای شي د نوم نه اېښودو deanonymization لامل وګرځي.

Tor Browser includes an add-on called NoScript. It's accessible through "Add-ons and themes" on the hamburger menu (≡). Locate the NoScript plug-in and click on it to open a panel where you can customize its settings.

In the panel, next to the Toolbar button, select 'Show'. This will display the NoScript button to the right of the browser address bar. This button enables you to manage JavaScript and other scripts on web pages, allowing you to control their execution individually or block them entirely.

هغه کاروونکي چې په خپل وېب براوزینګ کې د امنیت لوړه درجه غواړي باید د Tor براوزر امنیتي کچه«Safer» کې تنظیم کړي ( کوم چې د هغو وېب پاڼو لپاره چې HTTPS نه لري جاواسکریپټ غیرفعالوي) یا “Safest” (چې د ټولو وېب پاڼو لپاره همداسې ده). خو بیا هم، د جاواسکریپټ په غیرفعالولو سره به زیاتره وېب پاڼې ونشي کړای چې په سمه بڼه سره وښودل شي، نو د Tor براوزر د عادي حالت تنظیمات باید ټولو وېب پاڼو ته اجازه ورکړي چې سکریپټونه په «معیاري» موډ کې وچلوي.

د براوزر ADD-ONS

د Tor براوزر په فایرفاکس کې دی، او هر ډول د add-ons براوزر یا تیمونه کوم چې له فایرفاکس سره سازګار دي هغه د Tor په براوزر کې هم انسټال کېدای شي.

که څه هم، یواځیني add-ons چې د Tor په براوزر کې ازمویل شوي دي هغه ټول په ډیفالټ بڼه کې دي. د براوزر د نورو add-ons انسټالول کېدای شي په Tor براوزر کې خپل فعالیت له لاسه ورکړي یا هم د ډېرو جدي ستونزو لامل وګرځي چې ستاسې محرمیت او امنیت به اغېزمن کړي. له همدې امله په کلکه سره تاسې ته سپارښتنه کېږي چې د اضافي add-ons له انسټالولو څخه ډډه وکړئ او له بلې خوا د Tor پروژه به د دا ډول کانفیګوریشنونو لپاره هېڅ راز مرسته تاسې سره و نه کړي.

فلش پلییر

فلش یو ګڼ رسنیز سافټوېر و چې د وېب سایټونو له خوا به د ویډیو او نورو تعاملي عناصرو لکه ګیمونو د ښودلو لپاره کارول کېده. دا په Tor براوزر کې په ډیفالټ حالت کې غیرفعال شوی وی، ځکه چې هغه کولای شوای چې ستاسې اصلي موقعیت او د IP پته ښکاره کړي. د Tor براوزر نور له فلش څخه ملاتړ نه کوي او فعاله کېدای نه شي.

د فلش زیاتره وړتیاووې په HTML5 سټنډرډ سره بدلې شوي دي چې هغه په کلکه سره په JavaScript پورې تړلي دي. د YouTube او Vimeo په څېر پلټفارمونه HTML5 ته انتقال شوي او نور له فلش څخه کار نه اخلي.