د Onion خدمات (چې پخوا به ورته «پټ سرویسونه» ویل کېدل) داسې خدمات دي، لکه وېب پاڼې چې یوازې د Tor شبکې له لارې د لاسرسي وړ دي.

د Onion خدمتونه په غیرشخصي وېب کې د عادي خدمتونو پر ځای ګڼې ګټې وړاندې کوي:

  • د Onion د خدماتو موقعیت او د IP پته پټې وي، چې دا د دښمنانو لپاره ستونزمنوي چې هغه سانسور کړي یا د هغوی اپراتوران وپیژني.
  • د Tor د کاروونکو او د onion د خدمتونو تر منځ ټول ترافیک انکریپټ شوی دی، نو له همدې امله تاسې باید د HTTPS له مخې اتصال کېدو په اړه تشویش و نه لرئ.
  • د onion د یوه خدمت پته په اتومات ډول رامنځته کېږي، له همدې امله اپراتوران اړتیا نه لري چې د ډومین نوم واخلي.
  • د onion د یوه خدمت پته په اتومات ډول رامنځته کېږي، له همدې امله اپراتوران اړتیا نه لري چې د ډومین نوم واخلي؛ د .onion URL هم له Tor سره مرسته کوي تر څو ډاډ تر لاسه کړي چې هغه له دقیق موقعیت سره نښلي او دا چې په دې اتصال کې لاسوهنه نه ده شوي.

د ONION یوه خدمت ته څرنګه لاسرسی ولرو

لکه د نورو وېب پاڼو په څېر، تاسې باید د onion خدمت پر پتې باندې پوه شئ، تر څو وکولای شئ له هغه سره وصل شئ. د onion یوه پته 56 توري او شمېرې لري چې ترې وروسته ".onion" راځي.

کله چې یوې وېب پاڼې ته لاسرسی پیدا کوئ کوم چې د onion خدمات کاروي، نو د Tor براوزر به د URL په بار کې د پیاز یو ایکن وښیي چې ستاسې د اتصال د حالت ښودونکی به وي: د onion خدماتو رامنځته کول او کارول. تاسې کولای شئ د onion سایټ په اړه د مدار د نندارې پاڼې ته په کتو سره چې د هغه د لیدنې په حال کې یاست، لا زیات معلومات تر لاسه کړئ.

د onion د یوه سایټ په اړه د لا زیاتې زده کړې لپاره یوه بله لاره دا ده چې که چېرې د وېب پاڼې مدیر د Onion-Location په نوم ځانګړنه پلي کړې وي. Onion-Location د HTTP هغه غیرمعیاري هیډر دی چې وېب پاڼې یې د خپل onion همکارانو د اعلانولو لپاره کاروي. که چېرې هغه وېب پاڼه چې تاسې ترې لیدنه کوئ کوم شته د onion سایټ ولري، نو د Tor براوزر د URL په بار کې به یو بنفش رنګه وړاندیز درته وشي چې دا جمله به ښیي "onion available.". کله چې پر "onion available." کلیک وکړئ، وېب پاڼه به له سره لوډ شي او د خپل onion همکار ته به ور سېخه شي.

Onion-Location

د پيازي خدماتو تصدیق

د onion تصدیق شوي خدمات لکه د یوه onion سایټ په څېر خدمات دي چې له پېرودونکي نه غواړي تر څو دغو خدماتو ته له لاسرسي لرلو وړاندې د تصدیق ټوکین وړاندې کړي. د Tor د یوه کارونکي په توګه، تاسې کولای شئ خپل ځان مخامخ د Tor په براوزر کې تصدیق کړئ. د دې لپاره چې دغو خدماتو ته لاسرسی ولرئ، نو د onion خدماتو له اپراتور څخه باید د لاسرسي لرلو په خاطر کارن نوم او پټ نوم ته اړتیا ولرئ. کله چې د onion تصدیق شوو خدماتو ته لاسرسی مومئ، نو د Tor براوزر به د URL په بار کې د یوه واړه خاکي کلید ایکن وښیي، چې ورسره به یو ټولټيپ هم ملګری وي. د انپوټ په برخه کې خپل معتبر شخصي کلید دننه کړئ.

Client Authorization

د ONION د خدماتو تېروتنې

که چېرې تاسې د onion له یوه سایټ سره نه شئ نښلېدای، نو د Tor براوزر به د تېروتنې یو مشخص پیغام وړاندې کړي او تاسې ته به په دې اړه خبر درکړي چې دا وېب پاڼه ولې نشته. تېروتنې په بېلابېلو بڼو سره رامنځته کېږي: د پېرودونکي تېروتنې، د شبکې تېروتنې یا د خدماتو تېروتنې. ځینې دغه تېروتنې د Troubleshooting د برخې په تعقیب سره حل کېدای شي. لاندې جدول ټولې ممکنه تېروتنې او دا چې کوم کار باید تر سره کړئ تر څو هغه ستونزې هوارې شي، ښیي.

کوډ د تېروتنې عنوان لنډه توضیح
0xF0 دا Onionsite و نه موندل شو تر ټولو ډېر احتمالي علت یې دا ده چې onionsite افلاین ده. د onionsite له مدیر سره اړیکه ونیسئ.
0xF1 دا Onionsite نه شي خلاصېدای دا onionsite د یوې داخلي تېروتنې له امله نه شي خلاصېدای.
0xF2 دا Onionsite غیر وصل شوی دی اصلي احتمالي علت یې دا دی چې onionsite افلاین دی. د onionsite له مدیر سره اړیکه ونیسئ.
0xF3 له Onionsite سره نه شئ نښلیدلای onionsite بوخت دی یا هم د Tor شبکه کې لوډ زیات دی. وروسته بیا هڅه وکړئ.
0xF4 دا Onionsite تصدیق ته اړتیا لري onionsite ته لاسرسی لرل کلید ته اړتیا لري، خو هغه هېڅ نشته.
0xF5 د Onionsite تصدیق تر سره نه شو وړاندې شوی کلید سهي نه دی یا هم لغوه شوی دی. د onionsite له مدیر سره اړیکه ونیسئ.
0xF6 د Onionsite ناسمه پته د onionsite وړاندې شوې پته ناسمه ده. د مهرباني له مخې یې وګورئ چې په سمه توګه مو دننه کړې وي.
0xF7 د Onionsite د مدار جوړول پای ته رسېدلی له onionsite سره نښلیدل تر سره نه شو، ښايي د شبکې د ضعیف اتصال له امله وي.

عیب موندنه

که چېرې تاسې د onion خدماتو ته چې غوښتنه مو کړې ده، و نه رسېږئ، نو ډاډ تر لاسه کړئ چې تاسې د onion د خدماتو پته په سمه توګه سره دننه کړې ده: ان یوه کوچنۍ تېروتنه به هم د Tor براوزر همدې سایټ ته له رسېدو څخه را وګرځوي.

که تاسې هڅه کوئ چې د پیازي خدماتو 16 تورو (تر ټولو لنډ د «V2 بڼې») ته لاسرسی ولرئ، دا ډول پته د نن ورځې Tor شبکه کې نور کار نه کوي.

همداشان تاسې کولای شئ دا وازمویئ چې که کولای شئ د onion نورو خدماتو ته له DuckDuckGo's Onion Service سره د نښلیدو لپاره لاسرسی ولری.

که چېرې لا بیا هم نه شئ کولای چې د onion خدماتو ته د پتې له تایید وروسته ونښلئ، نو بیا ځلې هڅه وکړئ. ښايي کومه لنډمهاله د اتصال ستونزه وي، یا د سایټ اپراتورانو ښايي ورته اجازه ورکړې وي چې له خبرداري پرته افلاین شي.