کله چې تاسې له یوې وېب پاڼې سره نښلئ، دا یوازې د هغې وېب پاڼې اپراتوران نه دي چې کولای شي ستاسې د لیدنې په اړه معلومات ثبت کړي. زیاتره وېب پاڼې اوس بې شمېره درېیمګړي خدمات کاروي، له هغې ډلې د ټولنیزو شبکو د «Like» بټنونه، تحلیلي ټرکران او اعلانوونکي څراغونه، چې دا ټول ستاسې فعالیت په بېلابېلو سایټونو کې سره تړي.

د Tor شبکې کارول څارونکي له دې منع کوي چې وکولای شي ستاسې دقیق موقعیت او د IP پته کشف کړي، خو ان له همدې معلوماتو نه پرته، ښايي هغوی وکولای شي ستاسې د فعالیت بېلابېلې سیمې سره ونښلوي. له همدې امله، د Tor براوزر ځینې اضافي بڼې لري چې له تاسې سره مرسته کوي تر څو دا کنټرول کړئ چې کوم معلومات ستاسې له هویت سره تړلي پاتې کېدای شي.

د URL بار

د Tor براوزر ستاسې د وېب تجربه له وېب پاڼې سره د URL په بار کې متمرکزوي. ان که چېرې تاسې له دوو بېلابېلو سایټونو سره یو ځای کېږئ چې هغه ورته د درېیمګړي غاړې د ټرکنګ خدمات کاروي، نو د Tor براوزر به منځپانګه اړ باسي چې د Tor د دوو بېلو مدارونو له خوا وړاندې شي، تر څو ټرکر پوه نه شي چې دواړه اتصالات ستاسې له براوزر نه سرچینه اخلي.

په بله وینا، د یوې واحدې وېب پاڼې له پتې سره اتصال به د Tor د ورته مدار له مخې رامنځته شي، په دې معنی چې تاسې کولای شئ د یوې وېب پاڼې بېلابېلې په بېلو ټبونو یا کړکیو کې براوز کړئ، پرته له دې چې کوم فعالیت له لاسه ورکړئ.

د سایټ د معلوماتو تر مینو لاندې د مدار د ډیاګرام ښودل

تاسې کولای شئ د هغه مدار ډیاګرام ووینئ چې د Tor براوزر یې د اوسني ټب لپاره د سایټ د معلوماتو په مینو کې د URL په بار کې کاروي.

په مدار کې، Guard یا د ننوتونکي نوډ لومړنی نوډ دی چې په اتومات او تصادفي بڼه د Tor له خوا ټاکل کېږي. خو دا په مدار کې له نورو نوډونو سره توپیر لري. د دې لپاره چې د پروفایلینګ د بریدونو مخه ونیسو، نو د Guard نوډ د نورو نوډونو برخلاف یوازې 2-3 میاشتې وروسته بدلیږي، چې له هر نوي ډومین سره بدلون مومي. د Guards په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، له FAQ او Support Portal سره مشوره وکړئ.

په Tor کې دننه کېدل

که څه هم د Tor براوزر د دې لپاره طراحي شوی تر څو په وېب کې د کاروونکي ټولټال ناپیژاندتوب فعال وساتل شي، خو کېدای شي داسې شرایط هم واوسي چې د هغو وېب پاڼو لپاره د Tor کارول چې کارن نوم، پټ نوم یا نورو پېژندونکو معلوماتو ته اړتیا ولري، منطقي واوسي.

که چېرې تاسې یوې وېب پاڼې ته د عادي براوزر له لارې دننه شئ، نو په دې لړ کې به تاسې خپل د IP پته او موقعیت نورو ته ور ښکاره کړئ. دا خبره د برېښنالیک لېږلو په مهال هم صدق کوي. خو د Tor براوزر په مټ د خپلو خواله رسنیو یا برېښنالیک حساب ته په ننوتو سره به تاسې ته اجازه درکړي چې وټاکئ غواړئ کوم معلومات مو هغو وېب پاڼو ته ورشي کوم چې تاسې یې براوز کوئ. د Tor براوزر په مټ دننه کېدل له دې امله هم ګټور ده چې تاسې کولای شئ هغې وېب پاڼې ته هم ورشئ کوم چې ستاسې په شبکه کې سانسور ده.

کله چې تاسې د Tor له لارې یوې وېب پاڼې ته ورځئ، نو څو ټکي باید په پام کې ونیسئ:

  • پاڼې ته د ورتلو په مهال د خپل اتصال د خوندي کولو په اړه د مهمو معلوماتو لپاره دلته Secure Connections مراجعه وکړئ.
  • د Tor براوزر زیاتره وختونه ستاسې اتصال داسې ښکاروي چې د نړۍ له یوه بشپړ متفاوت ځای نه راغلی وي. ځینې وېب پاڼې، لکه بانکونه یا د برېښنالیکونو وړاندې کوونکي، ښايي دا کار ستاسې د حساب د هک کېدو یا له خطر سره مخامخ کېدو په توګه تعبیر کړي او تاسې قفل کړي. د دې ستونزې د هواري یواځنۍ لاره د حساب د بیرته تر لاسه کولو لپاره د سایټ د وړاندیز شوو کړنچارو پیروي یا له اپراټورانو سره اړیکه نیول او هغوی ته د وضعیت تشرېح کول دي.

د هویتونو او مدارونو بدلول

نوی هویت او د نوي Tor مدار غوراوي تر اصلي مینو لاندې دي

د Tor براوزر د «نوي هویت» او «د سایټ لپاره د Tor د نوي مدار» غوراوي لري. هغه همداشان په hamburger یا اصلي مینو (≡) کې هم شته.

نوی هویت

که چېرې غواړئ چې په خپل براوزر کې له مخکنیو فعالیتونو سره د راتلونکو فعالیتونو له لینک کېدو نه مخنیوی وکړئ، نو دا غوراوی ډېر ګټور دی. د دې غوراوي په ټاکل کېدو سره به ستاسې ټول پرانیستي ټبونه او کړکۍ وتړل شي او ستاسې ټول شخصي معلومات لکه کوکیز او د براوزینګ تاریخچه به پاکه شي، وروسته د ټولو اتصالاتو لپاره د Tor نوي مدارونه وکاروئ. د Tor براوزر به تاسې ته اخطار درکړي چې ستاسې ټول فعالیت او ډاونلوډونه به ودریږي، له همدې امله پر «New Identity» باندې کلیک کولو نه وړاندې دې ټکي ته پام وساتئ.

د دغه غوراوي د کارولو لپاره، تاسې باید د Tor براوزر په ټولبار کې پر «New Identity» کلیک وکړئ.

د همدې سایټ لپاره د TOR نوی مدار

دغه غوراوی هغه مهال ګټور دی کله چې شته ریلي کوم چې تاسې یې کاروئ و نه شي کړای چې ستاسې له وېب پاڼې سره ونښلول شی، یا هم هغه په سمه توګه سره لوډ نه کړي. د دې په ټاکلو سره به اوسنی فعال ټب یا کړکۍ بېرته د Tor په یوه نوي مدار کې لوډ شي. له همدې ورته وېب پاڼې څخه به نور پرانیستي ټبونه او کړکۍ هم کله چې هغه لوډ شي نو نوی مدار به وکاروي. دغه غوراوی کوم شخصي معلومات نه پاکوي او نه هم ستاسې کوم فعالیت او همداشان له نورو وېب پاڼو سره ستاسې پر اوسنیو اتصالاتو باندې اغېزه کوي.

همداشان تاسې کولای شئ چې دغه غوراوي ته د نوي مدار په نمایش، د سایټ د معلوماتو په مینو او د URL په بار کې لاسرسی ولرئ.