د ترجیح په صورت کې، د Tor براوزر کېدای شي مخامخ له خپل ارشیف څخه په را اېستو سره په یوه ځای پر ځای کوونکي رسنۍ کې لکه USB یا SD کارت کې ولېږدوو. سپارښتنه کېږي چې د دې کار لپاره له رایټ کېدونکې رسنۍ نه کار واخلئ تر څو د Tor براوزر د اړتیا له مخې اپډیټ کړای شي.

د وینډوز لپاره:

  1. خپل ځای پر ځای کوونکي رسنۍ دننه کړئ او فارمټ یې کړئ. هر ډول د فایل سیستم کار ورکولای شي.

  2. د Tor براوزر ته ولاړ شئ پاڼه ډاونلوډ کړئ.

  3. د وینډوز د .exe فایل ډاونلوډ کړئ او مخامخ یې په خپله رسنۍ کې ثبت کړئ.

  4. (سپارښت شوی) دا files signature تایید کړئ.

  5. کله چې ډاونلوډ بشپړ شو، نو پر .exe فایل باندې کلیک وکړئ او د انسټال بهیر پیل کړئ.

  6. کله چې انسټالوونکی پوښتي چې د Tor براوزر چېرې انسټال کړو، نو خپل ځای پر ځای کوونکي رسنۍ وټاکئ.

د macOS لپاره:

  1. خپل ځای پر ځای کوونکې رسنۍ مو دننه کړئ او فارمټ یې کړئ. تاسې باید د Mac OS تمدید شوې (ژورنال شوی) فارمټ وکاروئ.

  2. د Tor براوزر ته ولاړ شئ پاڼه ډاونلوډ کړئ.

  3. د macOS د .dmg فایل ډاونلوډ کړئ او مخامخ یې په خپله رسنۍ کې ثبت کړئ.

  4. (سپارښت شوی) دا files signature تایید کړئ.

  5. کله چې ډاونلوډ بشپړ شو، نو پر .dmg فایل باندې کلیک وکړئ او د انسټالولو بهیر پیل کړئ.

  6. کله چې انسټالوونکی پوښتي چې د Tor براوزر چېرې انسټال کړو، نو خپل ځای پر ځای کوونکي رسنۍ وټاکئ.

د GNU/Linux لپاره:

  1. خپل ځای پر ځای کوونکي رسنۍ دننه کړئ او فارمټ یې کړئ. هر ډول د فایل سیستم کار ورکولای شي.

  2. د Tor براوزر ته ولاړ شئ پاڼه ډاونلوډ کړئ.

  3. د Linux د .tar.xz فایل ډاونلوډ کړئ او مخامخ یې په خپله رسنۍ کې ثبت کړئ.

  4. (سپارښت شوی) دا files signature تایید کړئ.

  5. کله چې ډاونلوډ بشپړ شو، نو ارشیف هم رسنۍ ته را استخراج کړئ.