• Tor اړتیا لري چې ستاسې د سیستم ساعت (او ستاسې د وخت زون) په خپل وخت وي.

  • د انټې وېروس یا ملویر ساتنه، کاروونکې د Tor براوزر ته له لاسرسي لرلو نه بلاک کوي. ځینې وختونه دا هم د ملویر او/یا ځورمنونکو په اړه له مثبت درواغو سره رامنځته کېږي. تاسې کولای شئ په دې اړه زموږ په ملاتړیز پورتال کې ډېر څه ولولئ. لاندنی انټې وېروس او فایروال سافټ ویر له Tor سره د مداخلې په برخه کې پېژندل شوي دي او ښايي د لنډ مهال لپاره د هغو غیرفعالولو ته اړتیا وي:

    • Webroot SecureAnywhere
    • کاسپرسکي انټرنېټي امنیت 2012
    • د Mac لپاره د Sophos انټې وېروس
    • د مایکروسافټ امنیتي اړتیاووې
    • د Avast انټې وېروس
  • بېلابېل VPN هم په Tor کې مداخله کوي او باید چې غیرفعال شي. همداشان موږ په ګډه سره د VPN او Tor کارولو سپارښتنه نه کوو، مګر دا چې تاسې یو پرمختللی کارن یاست څوک چې پر دې پوهیږي چې څرنګه دا دواړه په داسې بڼه سره کانفیګور کړي چې ستاسې محرمیت له خطر سره مخ نه کړي. تاسې کولای شئ د Tor + VPN به اړه لا زیات مشرح معلومات زموږ په wiki کې ولولئ.

  • هغه ویډیوګانې چې Adobe Flash ته اړتیا لري هغه نشته. Flash د امنیتي دلایلو له مخې غیرفعال دی.

  • Tor له پل څخه کار نه شي اخیستلای که چېرې یوه پراکسي تنظیم شوي وي.

  • د Tor براوزر کڅوړه د 2000 کال د جنوري له 1، 00:00:00 UTC نېټې څخه. باید ډاډ درکړو چې هر جوړ شوی سافټ ویر کټ مټ بیا د تولید وړ دی.

  • د خپل عادي براوزر په توګه د Tor براوزر جوړولو ستونزې.

  • که چېرې د Tor براوزر مخکې کار کاوه خو اوس کار نه کوي (په تېره بیا کله چې مو هغه بیا انسټال کړی یا اپډیټ کړی وي)، نو کېدای شي ستاسې سیستم هایبرنیټ شوی وي. په دې شان حالاتو کې ستاسې د سیستم ربوټ کول به ستونزه هواره کړي.

  • کله چې په فولډر کې non-ascii توري وي نو وینډوز به روښانه نه شي .

  • BitTorrent Tor نه ناپېژانده نه دی.