د Tor د براوزر د ډاونلوډ تر ټولو خوندي او ساده لاره د Tor د پروژې رسمي وېبپاڼه https://www.torproject.org/download ده. له سایټ سره ستاسې اتصال به د HTTPSپه کارولو سره خوندي وي، کوم چې دا چاره به د یو چا لپاره د هغه مداخله ډېره ستونزمنه کړي.

که څه هم، ښايي کله نا کله تاسې و نه شئ کړای چې د Tor پروژې وېب پاڼې ته لاسرسی ولری: د بېلګې په توګه، کېدای شي هغه ستاسې په شبکه کې بلاک شوی وي. که داسې وشول، نو کولای شئ د ډاونلوډ له یوه ځایناستي میتود نه چې لاندې ترتیب شوي دي، ګټه واخلئ:

هېندارې

که تاسې نه شئ کولای چې د Tor براوزر د Tor د پروژې له رسمې وېبپاڼې څخه ډاونلوډ کړئ، نو د هغه پر ځای تاسې کولای شئ چې زموږ له یوې رسمې هېندارې یې یا د EFF یا Calyx Institute له لارې ډاونلوډ کړئ.

GetTor

GetTor هغه خدمات دي کوم چې په اتومات ډول پیغامونو ته د Tor د براوزر د وروستۍ ګڼې لینکونه ورکوي، چې په بېلابېلو موقعیتونو کې یې کوربه توب کوي، لکه Dropbox، Google Drive او GitHub.

د دې لپاره چې د برېښنالیک له لارې GETTOR وکاروئ

نو gettor@torproject.orgته یو برېښنالیک ولیږئ او د پیغام په متن کې په ساده توګه د خپل عملیاتي سیستم د ډول له مخې یوازې «windows» ،«osx» یا «linux» ولیکئ، (پرته له کومې سوالیه نښو څخه). د بېلګې په توګه، د Windows لپاره د Tor د براوزر د ډاونلوډولو د لینکونو د تر لاسه کولو لپاره، د "windows" په کلیمې سره یو برېښنالیک gettor@torproject.org ته ولیږئ.

GetTor به د یوه برېښنالیک په مټ تاسې ته ځواب درکړي چې په کې هغه لینکونه به وي کوم چې تاسې کولای شئ د Tor براوزر کڅوړه، کریپتوګرافیک لاسلیک (کوم چې د ډاونلوډ د تایید لپاره اړین دی)، د کلید د ګوتې هغه نښان چې د لاسلیک جوړیدو لپاره کارول شوی او د کڅوړې checksum ترې ډاونلوډ کړئ. کېدای شي تاسې ته د «32-bit» یا «64-bit»سافټویر غوراوي وړاندیز وشي: دا ستاسې له خوا د کاریدونکي کمپیوټر په ماډل پورې اړه لري.

د دې لپاره چې د ټیليګرام له لارې GETTOR وکاروئ

په ټیلیګرام کې @GetTor_Bot ته یو پیغام ولېږئ.

  • پر 'Start' باندې ټپ ووهئ یا په چټ کې /start ولیکئ.

  • خپله ژبه وټاکئ.

  • د Tor براوزر د ډاونلوډ کولو لپاره دوه غوراوي شته.

    • پر «د Tor براوزر ما ته ولېږئ» ټپ ووهئ او خپل عملیاتي سیستم وټاکئ. GetTor به د Tor براوزر له ډاونلوډ کېدونکي فایل او هغه لاسلیک چې د ډاونلوډ د تایید لپاره کارول کېږي، ځواب ورکړي.
    • له یوې رسمي هېندارې څخه د ډاونلوډ لپاره، پر «د Tor براوزر د ډاونلوډ لپاره ما ته نورې هېندارې ولېږه» باندې ټپ ووهه.

GetTor Bot