ځینې وختونه ښايي د Tor شبکې ته ستاسې مخامخ لاسرسی ستاسې د انټرنېټې خدماتو د وړاندې کوونکي یا ستاسې د دولت له خوا بلاک شوی وي. د Tor براوزر کې ځینې مخنیوونکي وسایل شته چې ستاسې لپاره همدا بلاکونه لري کوي. دغو وسایلو ته «پلګ کېدونکي ټرانسپورټونه» وايي.

د پلګ کېدونکي ټرانسپورت ډولونه

اوسمهال دری پلګ کېدونکي ټرانسپورتونه موجود دي، خو نور هم د جوړیدو په درشل کې دي.

obfs4 obfs4 د Tor ترافیک داسې جوړوي تر څو تصادفي ښکاره شي، او همداشان د انټرنېټ په سکنولو سره د پلونو په موندلو کې د سنسورونو مخنیوی کوي. د obfs4 پلونه د خپلو پخوانیو obfs3 په پرتله ډېر کم بلاک کېږي.
meek meek transports یې داسې ښکاروي چې تاسې د Tor پر ځای کومه ستره وېب پاڼه براوز کوئ. meek-azure یې داسې ښکاروي لکه تاسې چې د مایکروسافټ وېب پاڼه کاروئ.
Snowflake Snowflake د داوطلبانه پراکسي ګانو له لارې ستاسې اتصال ته هدایت ورکوي تر څو داسې په نظر ورسیږې چې د Tor د کارولو پر ځای د ویډیويي اړیکې د ټینګولو پر حال کې یاست.
WebTunnel WebTunnel ستاسې د Tor اتصال ته نقاب وراغوندي او داسې ښکاري چې ګواکې د HTTPS له لارې یوې وېب پاڼې ته لاسرسی لرئ.

د پلګ کېدونکي ټرانسپورت کارول

د پلګ کېدونکي ټرانسپورټ د کارولو لپاره، کله چې د لومړي ځل لپاره د Tor براوزر کاروئ، نو پر "Configure Connection" کلیک وکړئ. د "Bridges" تر برخې لاندې، د " Tor د براوزر نه یو له مخکې نه جوړ شوی پل وټاکئ" غوراوی ومومئ او بیا پر "Select a Built-In Bridge" غوراوي کلیک وکړئ. له مینو څخه، هر هغه پلګ کېدونکی ټرانسپورت چې تاسې یې کارول غواړئ، وټاکئ.

کله چې تاسې پلګ کېدونکی ټرانسپورټ وټاکه، نو پر "Connect" کلیک وکړئ تر څو خپل تنظیمات ثبت کړئ.

یا، که چېرې تاسې د Tor براوزر روښانه کړی وي، نو په hamburger menu (≡)کې پر "تنظیماتو" او بیا په سایډ بار کې پر "Connection" کلیک وکړئ. د "Bridges" تر برخې لاندې، د " Tor د براوزر نه یو له مخکې نه جوړ شوی پل وټاکئ" غوراوی ومومئ او بیا پر "Select a Built-In Bridge" غوراوي کلیک وکړئ. له مینو څخه هر یو پلګ کېدونکی ټرانسپورت چې ستاسې خوښ دی و یې کاروئ هغه وټاکئ او پر «هوکې» کلیک وکړئ. کله چې مو ټب وتاړه نو ستاسې تنظیمات به په اتومات بڼه ثبت شي.

له مخکې نه جوړ شوو پلونو کانفیګور

کوم ترانسپورت باید زه وکاروم؟

د Tor د پل په مینو کې هر یو لیست شوی ترانسپورت به بېله بڼه کار کوي او د هغوی اغېزمنتیا ستاسې په فردي شرایطو پورې اړه لري.

که چېرې تاسې غواړئ د لومړي ځل لپاره یو بلاک شوی اتصال لرې کړئ، نو باید متفاوت ټرانسپورتونه وکاروئ: obfs4 ،snowflake یا meek-azure.

که چېرې تاسې دا ټول غوراوي کارولي وي، خو یوه هم انلاین کړي نه یاست، نو بیا تاسې د یوه پله غوښتنې ته اړتیا لرئ او یا هم دا چې په لاسي ډول د پل پتې دننه کړئ.

په چین کې به کاروونکي په احتمال سره د یوه شخصي او ناترتیب شوي obfs4 پله نښلولو ته اړتیا ولري. زموږ د ټیلي ګرام له غرفې سره اړیکه ونیسئ @GetBridgesBot او بیا /bridges ولیکئ. یا هم frontdesk@torproject.org ته برېښنالیک ولیږئ چې په عنوان کې مو د "private bridge cn" عبارت لیکلی وي. که چېرې تاسې له یوه بل هېواد څخه وصل کېږئ، نو د مهرباني له مخې دا په یاد درسره ولرئ چې د خپل برېښنالیک د موضوع په برخه کې د خپل هېواد نوم او کوډ هم ولیکئ.

د Bridges برخه ولولئ تر څو پوه شئ چې پلونه یعنې څه او څرنګه هغه تر لاسه کړو.