زیاتره Pluggable Transports، لکه obfs4 د "bridge" د ریلي ګانو په کارولو باندې ولاړ دي. لکه د Tor د معمولي ریلي ګانو په څېر، پلونه د داوطلبانو له خوا کارول کېږی؛ د معمولي ریلي ګانو برخلاف، که څه هم هغه په عامه توګه سره لیست شوي نه دي، نو ځکه یو دښمن نه شي کولای چې هغه په اسانۍ سره وپیژني.

له پلګ کېدونکو ترانسپورتونو سره په ګډه د پلونو کارول د دې واقعیت په پټولو سره مرسته کوي چې تاسې له Tor نه کار اخلئ، خو شونې ده چې د Tor د معمولي ریلي ګانو د کارولو په پرتله د اتصال سرعت را کم کړي.

نور پلګ کېدونکي ترانسپورتونه لکه meek او Snowflake، بیا بېلابېل د سانسور ضد تکنیکونه کاروي چې د پلونو د پتو پر موندلو باندې اتکاء نه کوي. د همدې ترانسپورتونو د کارولو لپاره تاسې د پل د پتو تر لاسه کولو ته اړتیا نه لرئ.

د پل د پتو تر لاسه کول

دا چې د پل پتې عامې نه دي، نو باید تاسې یې په خپله وغواړئ. تاسې څو غوراوي لرئ:

  • له https://bridges.torproject.org/ نه لیدنه وکړئ او لارښوونې تعقیب کړئ، یا
  • له جیمیل یا له Riseup برېښنالیک پتې نه bridges@torproject.org ته ایمیل وکړئ
  • د Tor براوزر نه دننه د پلونو د راکېښلو لپاره Moat وکاروئ.
  • په ټیلیګرام کې @GetBridgesBot ته یو پیغام ولېږئ. پر 'Start' باندې ټپ ووهئ یا په چټ کې /start یا /bridgesولیکئ. د پل پته کاپي کړئ او په:
    • په ډیسکټاپ کې د Tor براوزر: پر "تنظیماتو" باندې د همبرګر په مینو (≡) او بیا په سایډ بار کې پر "Connection" کلیک وکړئ. د "Bridges" په برخه کې، د "پله هغه پته دننه کړئ چې تاسې یې له پخوا نه پیژنئ" له غوراوي څخه پر "Add a Bridge Manually" باندې کلیک وکړئ او بیا د هر پله پته به یوه بېله کرښه کې دننه کړئ.
    • په Android کې د Tor براوزر: پر 'تنظیماتو ' (⚙️) او بیا پر 'کانفیګور پل ' باندې ټپ ووهئ. د «یوه پل کارول» باندې ګوته کش کړئ او د «هغه پل چې زه یې پېژنم را وړاندې کړئ» وټاکئ. د پل پته دننه کړئ.

د MOAT کارول

که چېرې تاسې د Tor براوزر د لومړي ځل لپاره کاروئ، نو د Tor د تنظیماتو د کړکۍ د پرانیستلو لپاره پر "Configure Connection" کلیک وکړئ. د "Bridges" برخې لاندې، د "له torproject.org څخه د پله غوښتنه" ومومئ او د BridgeDB لپاره د پله د وړاندې کولو لپاره پر "...Request a Bridge" کلیک وکړئ. Captcha بشپړه کړئ او پر "Submit" کلیک وکړئ. د خپلو تنظیماتو د ثبت لپاره پر "Connect" کلیک وکړئ.

یا، که چېرې تاسې د Tor براوزر روښانه کړی وي، نو په hamburger menu (≡)کې پر "تنظیماتو" او بیا په سایډ بار کې پر "Connection" کلیک وکړئ. د "Bridges" په برخه کې، د "له torproject.org څخه د پل غوښتنه وکړئ" ومومئ او د BridgeDB لپاره د پله د وړاندې کولو لپاره پر "...Request a Bridge" کلیک وکړئ. Captcha بشپړه کړئ او پر "Submit" کلیک وکړئ. کله چې مو دا ټب وتاړه نو ستاسې تنظیمات به په اتومات بڼه ثبت شي.

له torproject.org څخه د پل غوښتنه وکړئ

د پل د پتو دننه کول

که چېرې تاسې د Tor براوزر د لومړي ځل لپاره کاروئ، نو د Tor د تنظیماتو د کړکۍ د پرانیستلو لپاره پر "Configure Connection" کلیک وکړئ. د "Bridges" تر برخې لاندې، د "پله د هغې پتې دننه کول چې تاسې یې له پخوا نه پیژنئ" له غوراوي څخه پر "Add a Bridge Manually" باندې کلیک وکړئ او بیا د هر پله پته به یوه بېله کرښه کې دننه کړئ. د خپلو تنظیماتو د ثبت لپاره پر "Connect" کلیک وکړئ.

یا، که چېرې تاسې د Tor براوزر روښانه کړی وي، نو په hamburger menu (≡)کې پر "تنظیماتو" او بیا په سایډ بار کې پر "Connection" کلیک وکړئ. د "Bridges" تر برخې لاندې، د "پله د هغې پتې دننه کول چې تاسې یې له پخوا نه پیژنئ" له غوراوي څخه پر "Add a Bridge Manually" باندې کلیک وکړئ او بیا د هر پله پته به یوه بېله کرښه کې دننه کړئ. کله چې مو ټب وتاړه نو ستاسې تنظیمات به په اتومات بڼه ثبت شي.

د پل پتې په لاسي ډول دننه کړئ

که چېرې اتصال تر سره نه شو، نو هغه پلونه چې تاسې تر لاسه کړي دي ښايي هغه له کاره لویدلې وي. مهرباني وکړئ یو له هغو پورتنیو میتودونو څخه وکاروئ تر څو زیات شمېر د پله پتې تر لاسه کړئ او بیا هڅه وکړئ.

پل-موجي

د هر پله پته د هغو ایموجي تورو په لړۍ سره ښودل کېږي چې د Bridge-mojis په نوم یادیږي. له Bridge-mojis نه کولای شو د دې خبرې د تایید لپاره کار واخلو چې د پام وړ پل په بریا سره اضافه شوی دی.

Bridge-mojis د انسانانو له خوا لوستل کېدونکي د پل پيژندونکي دي او هېڅکله د Tor له شبکې یا د پل له حالت سره د اتصال د کیفیت ښکارندوی نه دي. د ایموجي تورو لړۍ د انپوټ په توګه نه شي کاریدلای. له همدې امله کاروونکي باید د پل بشپړه پته وړاندې کړي تر څو وکولای شي له پل سره ونښلي.

پل-موجي

د پله پتې د QR کوډ په کارولو یا د ټولې پتې په کاپي کولو سره شریک کېدای شي.

د پله د QR کوډ