د Tor براوزر د Tor شبکه کاروي تر څو ستاسې محرمیت او ناپیژندتیا وساتي. د Tor شبکې کارول دوه اصلي ځانګړنې لري:

  • ستاسې د انټرنېټ د خدماتو وړاندې کوونکی او هر هغه څوک چې ستاسې سیمه ییز اتصال ګوري، و به نه شي کړای چې ستاسې د انټرنېټ فعالیت ستاسو له خوا د لیدل شوو وېب پاڼو د نومونو او پتو په ګډون تعقیب کړي.

  • د وېب پاڼو اپریټوران او هغه خدمات چې تاسې یې کاروئ او هر هغه څوک چې ګوري یې، وبه ویني چې ستاسې د ریښتیني انټرنېټ (IP) پتې پر ځای د Tor له شبکې څخه اتصال ورته راځي او پر دې به نه پوهیږي چې تاسې څوک یاست، مګر دا چې تاسې خپل هویت په ښکاره توګه ورته واضیح کړئ.

سربېره پر دې، د Tor براوزر داسې طراحي شوی چې وېبپاڼې «د ګوتې له نښان اخیستو» څخه منع کوي یا هم ستاسې د براوزر کانفیګوریشن له مخې نشي پیژندلای.

په عادي حالت کې، د Tor براوزر هېڅ راز د براوز کولو تاریخچه نه ساتي. کوکیز یوازې د یوې جلسې لپاره اعتبار لري (تر څو چې د Tor براوزر موجود وي یا یو نوی هویت غوښتل شوی وي).

TOR څرنګه کار کوي

Tor د مجازي تونلونو یوه شبکه ده چې تاسې ته اجازه درکوي تر څو خپل محرمیت او امنیت په انټرنېټ کې لا ښه کړئ. Tor د دریو ناګهاني سرورونو (چې د ریلیز په نوم مشهور دي) له لارې د Tor شبکې ته ستاسې ترافیک لېږي. په سرکټ کې وروستۍ ریلي (د «وتلو ریلي») بیا دا ترافیک عام انټرنېټ ته لېږي.

Tor څرنګه کار کوي

پورتنی تصویر یو کارن ښیي چې د Tor له لارې د بېلابېلو وېب پاڼو د براوزینګ په حال کې دی. د منځ شنه کمپیوټرونه د Tor په شبکه کې د ریلیز ښودونکي دي، په داسې حال کې چې دری کلیدونه د کارن او هرې ریلې تر منځ د انکریپشن د لایو ښودونکي دي.